د اوونۍ غوره خبرونه

ټاکل شوې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري يا حمل په دوهمه نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي. چارواکي وايي، چې دغه بند د اقتصادي او صنعتي په تېره بيا د هېواد د کرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري. د کمال خان بند د جوړولو کار د هېواد د لومړني جمهور رئيس شهيد سردار محمد داوود خان د جمهوري رياست دوره کې پيل او له ٤٤ کلن ځنډ وروسته د ولسمشر غني دوره کې د افغانستان له پرمختيايي بودجې څخه بشپړ شو. دغه بند د ٥٢ ميليونو مکعب مترو اوبو په ظرفيت سره په نيمروز ولايت کې جوړ شوى دى چې د اتيا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو توان لري چې د کرنې په وده او پراختيا کې مهم رول لري.


  • 22 كب 1399